IQNA

په پاکستان کې د پسرلي په نړیوالې جشنوارې کې د ایران نوروزي اوکلتوري سټال ترټولو ښکلي سټال دی

16:38 - March 14, 2022
د خبر لمبر: 3485535
تهران (ایکنا) – د  پاکستان نمل پوهنتون  په کوربتوب سره د پسرلي او کلتور نړیواله جشنواره ، دایران داسلامی جمهوریت پشمول د مختلفو هیوادونو په شتون سره نن په اسلام اباد کې پرانیستل شوې چې د ایراني تمدن او نوروز سټال یا غرفه  د نندارچیانو له تاودۀ هرکلی سره  مخ شو .

ایکناخبری آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ، نن د نوروز دلرغوني جشن او د پسرلي  په درشل کې  د دوه ورځني کلتوري نړیوالې جشنوارې  پرانیستونکي دستورې  د پاکستان په اسلام اباد کې د ماډرن ژبو  نمل  ملی پوهنتون  (NUML))  د مشر جنرال محمد جعفر، د ایران د اسلامی جمهوریت د سفارت د کلتوري سلایار احسان خزاعي ، په اسلام اباد کې د ایران دسفارت د عمومي او رسندوئي ډيپلوماسۍ  دمسئولې میرمن حمانه کریمي کیا ، د نمل پوهنتون د فارسي ادبیاتو  او ژبې  د څانګې د مشر، او د یوشمیر پوهنتوني   او علمی استاذانو او شخصیّتونو پشمول  دبهرنیو ډيپلوماټانو په شتون سره  ترسره شو .

 دغه دستورې  د  ایرانی تمدن او نوروز دسټال پشمول د موجودو سټالونو څخه  د نمل پوهنتون دمشر او بهرنیو  میلمنو  په لیدو سره  پیل شوې  او وروسته  د سنتي موسیقۍ او  او سندرو پروګرامونه هم اجرا شول .

په پاکستان کې د ایران  کلتوري سلایار خزاعي د ایران په غرفې یا سټال کې د پوهنتون د مشر او نورو بهرنیو میلمنو  په هرکلي سره دوي د ایران  له تمدن او دود اودستوراتو په تیره بیا د نوروز دلرغوني جشن په باب له تفصیلاتو خبر کړل .

 د  ایران له تمدن سره مینه لرونکو، استاذانو ،دمختلفو هیوادونو  بهرنیو او پاکستانیو محصیلینو په ځاي او ملی کلتوري ځانګړنو سره  او دغه راز د ایرانیو سوغاتونو  او خوړو  د معرفي ولو او د ټوریزم د جاذبو  تود هرکلی وکړ او ورسره ئې ډيره دلچسپي وښودله .

ددغو دستورو ترڅنګ د مختلفو هیوادنو څو هنري ډلو  مختلف سنتدي او کلتوري پروګرامونه هم اجرا کړل .

 https://www.irna.ir/news/84683347/غرفه-ن

captcha